اوسنى دور د خوب او خبر د يو ځاى كېدو، بلكي په صحيحو معناوو د انسان د بې خبرى د اعتراف مهال دى. په شلمه پېړۍ، په تېره د هغې په وروستۍ څلورمه كي د انساني ټولني چټك علمي پرمختګ او پراخو معلوماتو د انسان بې علمي نوره هم څرګنده كړه. هره تېرېدونكې شېبه هغه كړۍ سره نښلوي چي د يوه ستر انځورګر او تل تر تله خالق نخښه وركوي. د يوې ستري معما (JIGSAW PUZZLE)په توګه د معلوماتو ټوټې په دې انځور كي په خورا چټكۍ سره پر خپلو خپلو ځايونو كښېني، چي د خاوري د ډېري وړې ذرې له دننه څخه نيولې د كهكشانونو تر پېچلي نظام پوري ارشو يې نيولې ده. هر څه نوي ساينسي اكتشافات او ايجادات هر ګړى د كايناتو د موندونكي نخښه انسان ته وړاندي كوي. د هر ناپرانيستي پرانيستل او د هر ناسپړلي سپړل په ډاګه كوي چي دا بې سارى نظام تر هغو څو ځلي ژور او پېچلى دى چي انسان يې دمخه په هكله فكر كاوه. د اريانتيا د دې ستر كور د هري دروازې پرانيستل د يوې نوي نړۍ خبر وركوي، چي بالاخره له دې اعتراف څخه بله چاره نسته چي انسان تر اوسه لا د دې نړۍ په غولي كي ولاړ دى.